د خوست ولایت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت د (۱۲) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۲
د خوست ولایت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت د (۱۲) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د خوست ولايت مرافعه محکمې د رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په هدایت د دې محکمې اړوند يوه  پلاوي چې د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئيس مفتي انصارالله (نعماني)، د ياد دېوان قضائي محرر مولوي جلال (تائب)، د حقوقو آمر مولوي عبیدالله (احرار) او د مرافعه محکمې د اسنادو د ثبت او وثایقو آمريت مفتي مولوي رحيم الله (شریف) یې غړیتوب درلود؛ په ۱۸/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د (۱۲) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې دغه پلاوي د خپل سفر پر مهال د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري اجراآت له نیږدې وکتل، د چارو د لا ښه سمون او چټکتيا په موخه یې د اړوند محاکمو مسؤولینو ته لازم هدایات وکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی