د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۵۵
د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د مرافعې محکمې د مدني دېوان رئیس مفتي عبدالله (دیوبندي)، د وثایقو ثبت او مخزن آمر سیدالرحمن (سعید) او د مرافعه محکمې د نظامي قطعې قوماندان محمد ایوب (طارق)، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه، د یاد ولايت د پنځو ولسواليو جاني‌خېلو، ډڼډ پټان، څمکني، لژه منګل او لژه احمد خېلو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو له قاضي صاحبانو او د ولسواليو له ولسوالانو، امنيه قوماندانانو او د استخباراتو مدیریت له مدیرانو سره د همغږۍ ناستې وکړې.
په دې ناستو کې د مرافعه محکمې رئیس د دوسیو د تطبیق او د خلکو د احضار په برخو کې له یو بل سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې د کارونو د پرمختګ او لا ښه سمون په موخه دې له یو بل سره وخت پر وخت د همغږۍ غونډې وشي، تر څو د هېوادوالو ستونزې پر خپل وخت حل او فصل شي.
د مرافعه محکمې یاد پلاوي د ليدنو په دوام، د یادو محاکمو د قضائي، حقوقي او جزائي دوسیو قرارونه، په اداري برخه کې صادره او وارده اسنادونه، د حاضرۍ، د عرايضو د ثبت، حقوقي او جزائي اندراجونو او شهریه څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس مسؤولينو ته د چارو د لا ښه‌والي او د بندیانو دوسیو د ژر څېړلو په برخه کې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی