د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۲
د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په مشرۍ؛ په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د ټولو ابتدائیه محاکمو، مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو دېوانونو او اختصاصي محکمې رئیسانو، د حقوقو، مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د تحریراتو آمرینو په ګډون، اداري غونډه وشوه.
غونډه د تګاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد جاوید لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د محاکمو د لا پرمختګ، مراجعینو سره د نېک چلند، د ستونزو حل، د حاضرۍ په پابندۍ، د محاکمو د غړو ترمنځ پر قوي همغږۍ او د دوسیو څېړنه په خپل ټاکلي وخت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت شرعي نظام د لکونو شهداوو د مقدسو وینو محصول او پر افغانانو د الله (جل‌جلاله) ستر نعمت دی، د دغه نظام بنسټ عدل او انصاف دی، نو باید موږ او تاسو په خپلو پرېکړو کې عدل او انصاف په نظر کې ونيسو.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالروف (سعادت) په بېلا بېلو موضوعاتو بحث وکړ وویل، ټول قاضي صاحبان دې په خپلو اجراآتو کې اداري او حقوقي اصولنامه په نظر کې ونیسي، ترڅو د محاکمو کارونه په ښه ډول مخته لاړ شي او د مراجعینو سرګرداني ختمه شي. 
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو خبرې وکړې، د یادو توصیو په عملي کولو او د مافوق آمراوو اطاعت څرګندولو تر څنګ یې ځینې موضوعات او خپلې اړتیاوې د مرافعه محکمې له رئیس سره شریکې کړې، د مرافعه محکمې رئيس ډاډ ورکړ چې له تاسو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو يو. 
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی