د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۱۸
د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئیسانو، د سندونو، وثيقو او حقوقو آمرینو، د تحریراتو او دارالافتاء رئیسانو، په ګډون په ۱۹/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په پنځو مهمو موضوعاتو یې ټینګار وکړ او حاضرینو ته یې لاندې لازم هدایت وکړل:
1ـ رئیس، مفتي او قضائي محرر دې مسؤولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او د محکمې هر غړی باید خپلې دندې د اصولو مطابق ترسره کړي. 
2ـ په عرایضو کې دې د موضوع اړوند احکام ورکړل شي؛ موضوع ته دقت کول او د بې‌ځایه ځنډ مخه دې ونیول شي.
3ـ د وثایقو اړوند عرایض او نور اړين اسناد مخکې له اجراآتو باید ټول په دقیق ډول وڅېړل شي.
4ـ نهایي فیصلې باید له ځنډ پرته تطبیق شي او د عدالت د تحقق لپاره باید هر حکم پر وخت عملي شي.
5ـ همغږي او د کار کیفیت باید لوړ وي او د نقض شويو دوسیو بهیر هم باید منظم‌ وي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی