د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۴
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۷۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۳) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۷۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۷) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۷) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اتمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید )رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اتمې دورې افتتاحیه ناسته؛ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د نورستان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له لسګونو قومي مشرانو، علماوو او سپین‌ږیرو سره وکتل

د نورستان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (سليم)؛ په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د مندول ولسوالۍ له لسګونو قومي مشرانو، علماوو، مخورو او سپین‌ږیرو. . .

بیا په خبرونو کی