د بلخ ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۱۱۸۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۲۱
د بلخ ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۱۱۸۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۸۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د بلخ ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۷۱۸) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۱) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۳۱۹) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۲) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۳۵۶) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بلخ ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۶۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۵۶) دوسيې تطبيق شوې، (۹۳) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۹۹) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی