د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲
د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره غونډه وشوه

د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو رئيسانو، آمرينو، د ښاري ابتدائيه او ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون په ۲/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونه په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس وينا وکړه او مسؤولينو ته لاندې سپارښتنې وکړې:
1.    په محاکمو کې د تعزيربالضرب د تطبيق لپاره بايد ځانګړی کس تعين شي او نوموړي ته د شرعي تعزير د تطبيق لپاره بشپړه رهنمايي وشي، ترڅو د تعزيربالضرب د تطبيق په وخت کې کومه ستونزه نه وي. 
2.    د سترې محکمې عالي مقام لخوا د ۱۴۴۷هـ ق کال کې ۲۳ نمبر متحدالمآل صادر شو، د ياد متحدالمآل له هدايت سره سم مرافعه محکمه او تميز مقام د مستقلو فيصلو کولو صلاحيت لري، نو د ابتدائيه محاکمو مسؤولين بايد د تېر په څېر خپلو فيصلو کې دقت وکړي، ترڅو د محاکمو د مراجعينو د وخت له ضياع او مصارفو څخه مخنيوي وشي او همداراز ابتدائيه محاکم بايد د مافوق محاکمو لخوا په فیصلو باندې شوي ملاحظاتو ته جدي پاملرنه وکړي او د مرافعه محکمې ملګري هم باید د فیصلو په کتلو کې دقت وکړي. 
3.    د جزائي موضوعاتو مجرمينو ته د سزا ورکولو لپاره د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله تعالی) لخوا جزائي اصولنامه توشېح شوې ده؛ نو ټول محاکم دې په جزائي موضوعاتو کې مجرمينو ته د ذکر شوې اصولنامې مطابق سزا ورکړي. 
4.    څرنګه چې د رؤیت هلال هیئت د مشرۍ مسؤوليت د عالیقدر اميرالمؤمنين شیخ صاحب (حفظه الله تعالی) له لوري محاکمو ته سپارل شوی او را روانې څو مياشتې ډېرې مهمې مياشتې دي، چې زياتره ديني احکام ورسره تړلي دي؛ نو لهذا موږ او تاسو بايد دې را سپارل شوي مسؤوليت ته پوره توجه وکړو ترڅو په ګډ مو دغه ديني او ملي مسؤوليت اداء کړی وي او هغه کسان چې په هیئت کې غړیتوب لري هغو ته ذهنیت ورکول شي او د هیئت په اهمیت باندې پوه شي. 
5.    دا چې محاکم په خپل تشکيل کې د حقوقو آمريتونه/ مديريتونه لري او ټولې اداري چارې يې د محاکمو اړوند دي، د محاکمو مراجعينو د کارونو د اسانتيا او پر وخت ترسره کولو په موخه لازمه ده چې له خپلو اړوند مسؤولينو سره وخت پر وخت ناستې ولرو او په چارو کې بشپړه همغږي ورسره وکړو. 
د غونډې په پای کې ګډونوالو لخوا ځينې موضوعات وړاندې شول؛ چې په اړه يې مناسب تصمیمونه ونيول شول.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی