د کابل ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت د درېيو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۰
د کابل ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت د درېيو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبېح‌الله (ساجد)؛ په ۱۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د کابل ولايت د استالف، فرزې او پغمان ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس په یادو لیدنو کې د محاکمو قضائي چارې، استفتاوې، فتواوې، قضائي حکمونه، د وثیقو د ثبت بهیر، اداري اسناد، اندراج، وارده، صادره او د رسېداتو کتابونه وکتل او مسؤولینو ته یې د یادو چارو د لا چټکتیا او ښه‌والي هدایت وکړ.
د ليدنې په دوام محترم مفتي ساجد د محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د محاکمو او حقوقو مسؤولینو او منسوبین دې د مراجعینو کارونه له ځنډ پرته خلاص کړي، له مراجعینو سره دې ښه چلند کوي، د وخت پابندي دې کوي او په ولسوالۍ کې له نورو امارتي ادارو سره دې ښه همغږي ولري.
دغه راز د یادو محاکمو د حقوقو مدیریتونو له اجراآتو هم لیدنه وشوه او د اجراآتو د ښه‌والي په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.
د لیدنې پر مهال د محاکمو او حقوقو مسؤولینو خپلې اړتیاوې د مرافعه محکمې له رئیس سره شریکې کړې، چې د محترم ساجد لخوا پوره ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی