د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا (۱۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۶) کسانو ته د نشهیي تابلیتو (ذیکپ)، شيشې، الکولي مشروباتو، چرسو د پلور او قاچاق په جرمونو، نن شنبه ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر درېيو کالو او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۲۵ څخه تر ۳۰ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.
