د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱
د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د وثايقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي عبدالمقدس (مبشر) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس له ګډونوالو سره د ناستې اجنډا شريکه کړه.
د غونډې په دوام د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو پر هدایاتو او نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، له بحث وروسته یو شمېر مهم موضوعات او هدایات د تطبیق او ورځنیو چارو د لا چټکتیا په موخه یادداشت او له ګډونوالو سره شريک شول.
دغه راز د دېوانونو او محاکمو مسؤولینو د مرافعه محکمې رئیس ته د یادو موضوعاتو او هدایاتو د پوره تطبيق ډاډ ورکړ.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي نېک محمد (شاهد) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د ورځنیو قضائي او اداري کارونو د ښه تنظیم او چټکتیا، کاري احصائیوي راپورونو ته په خپل وخت پر رسېدنه سربېره له مراجعینو سره د نېک چلند او همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۴۸
Background image

د هرات ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي علي گل (حمیدي) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د نظامي محکمې، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو، د علماوو شورا، حج او اوقافو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

بیا په خبرونو کی