په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر درې کاله تنفيذي بند او ۱۰دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې په دې پرېکړه یاد کس قناعت درلود.
دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته د محکمې د قضائي غړو، د نورو امارتي ادارو مسؤولينو او عامو هېوادوالو په شتون کې پر مجرم تطبيق شوه.
