د کابل ولایت مرافعه، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۳۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې(۵۳۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئیات یې په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۲۶۲) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲) دوسيه فيصله شوې، (۳۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۵۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۹۶) دوسيې فیصله شوې، (۵۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۵۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فیصله شوې، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
