د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۴) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۵۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۳۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی