د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه محاکمو د کړنو د څارنې په موخه سفر وکړ.
د مرافعه محکمې رئيس د یادو ابتدائیه محاکمو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، خپلو دندو ته په پابندۍ سره دوام ورکړئ، کارونه مو په دقت او چټکتیا سره په شفافه توګه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړئ، کوم خلک چې تاسو ته مراجعه کوي، د هغوی سره نېک او اسلامي چلند وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، د مراجعينو خبرې او شکایتونه په صبر، زغم او پراخې حوصلې سره واورئ، ښايي په دوی کې زیات داسې کسان وي چی کړېدلي او زورېدلی وي او په ډېرو هیلو سره یې تاسو ته خپل شکایت راوړی وي، نو له همدې امله تاسو ټولو څخه هیله لرم چې دغسې خلک مه ناهیلي کوئ، تر څو مو الله تعالی له خپل دربارڅخه ناهیلي نکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی