د پکتیا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۴۱
د پکتیا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو، علماوو او مجاهدينو په منځګړیتوب، په ۱۷/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه په زرمت ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه او يو کس په کې وژل شوی و، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
په یاده موضوع کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د کابل ولايت کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل (۱۷) کلنه موضوع حل شوه

د کابل ولايت کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۱۳ /۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس له مدافع وکیلانو سره وکتل

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ په ۱۶ /۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له مدافع وکيلانو سره  وکتل. 
په دې لیدنه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو. . .

بیا په خبرونو کی