د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۰۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۲۳) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۹۷) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۶۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۶۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

بیا په خبرونو کی