د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او رسمًا يې خپله دنده پيل کړه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د خوست ولايت د علماوو شورا رئيس شيخ انورحسين (حسيني) خبرې وکړې وویل، الله تعالی پر موږ او تاسو لوی احسان کړی، چې مسلمانان يې پيدا او پر شرعي نظام يې نازولي یو
نوموړي زياته کړه، چې د قضاء منصب لوى امانت دی، بايد ټول قضات عدالت تطبیق کړي او د جهاد موخه هم د شرعي نظام د احکامو تنفيذ وه.
محترم شيخ انورحسين (حسيني) وویل، خپلو امراوو او مسؤولينو ته باید دعاء وکړو، چې د دين او وطن د پرمختګ لپاره خدمت وکړي او روښانه یې کړه، چې ټول انسانان په تاوان کې دي، مګر هغه مؤمنان چې د نېکو اعمالو سره په حق او صبر يو بل ته توصيې کوي له زیان څخه ژغورل شوي دي.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې سرپرست رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم (صاحب زاده) نوي رئيس ته ښه راغلاست ووايه او نوي رئيس ته يې په چارو کې د خدمت او توفيق دعاء وکړه.
د معرفت غونډه د ښاري ابتدائيه محکمې د رئيس مولوي اميرمحمد (ايثار) له‌خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د روزګان ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۳) وثیقې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي غزني زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت  عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی