د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۳۰
د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې مسئولينو او د حقوقو آمریت د استازو د هڅو په پایله کې، په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «شهبار» سيمه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د مرافعه محکمې او حقوقو آمریت د مسئولینو له‌خوا د حل او فصل په موخه وڅېړل شوه.
د اړوندو مسئولینو د هڅو په پایله کې د مقتول وارثینو د قاتل د بخښنې پرېکړه وکړه او په دې توګه د یادې موضوع د حل لپاره زمینه برابره شوه.
د یادونې وړ ده، چې مرافعه محکمه د خلکو ترمنځ د شخړو د حل، د هغوی د حقونو د تأمین او د ټولنیز ثبات په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو د شرعي اصولو په رڼا کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون د عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) په مشرۍ؛ په ۶/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي او همغږۍ د تقویې په موخه اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي‌الرحمن (فايز)، په ۹/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې مسئولينو او د حقوقو آمریت د استازو د هڅو په پایله کې، په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «شهبار» سيمه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او. . .

بیا په خبرونو کی