د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د کندهار ولايت له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۵۴
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د کندهار ولايت له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په ۱۸/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په داسې حال کې چې د کندهار ولايت د مرافعه، ښاري او نظامي محاکمو ټولو قضائي غړو شتون درلود؛ له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب له قضائي غړو سره غونډه وکړه؛ یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه.
ورپسې محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب د ناستې ټولو ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، ټول قضائي او اداري کارونه د اصولو مطابق په ټاکلي وخت کې ترسره کړئ، ترڅو د خلق الله کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.
محترم شيخ صاحب حاضرینو ته هدایت وکړ چې  له اصحاب دعوی سره بې پرې او نېک چلند وکړئ او کارونه يې له ټاکلي وخت مخکې ورته اجرا کړئ.
دغه راز د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات د یادې محکمې ټولو قضائي او اداري منسوبینو ته په ټاکلي وخت د اصولو مطابق د چارو ترسره کولو په اړه لازم هدایات وکړل؛ د محکمې د اړتیاوو په تړاو یې د ګډونوالو غوښتنې واورېدې او د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.
 د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) خبرې وکړې او په خپله وینا کې محترم قاضي القضات صاحب ته د اړوند محاکمو د قضائي او اداري اجراآتو د ښه سمون او پر وخت د سرته رسولو ډاډ ورکړ.
د کندهار مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، وخت پر وخت له ټولو ماتحت محاکمو نه څارنه او هيئتي کېږي، د دوی قضائي او اداري اجراآت څېړل کېږي او لازمې توصیې او لارښوونې ورته کېږي.
د غونډې په وروستيو کې د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د قضاتو غوښتنې او نظرونه واورېدل.
 غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی