د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۱۷۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ( له ۱ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې ( ۱۳۲ ) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۸) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۶۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسيه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۵) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
