په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاد پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه چې د یادې ابتدائیه محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د نورو امارتي ادارو استازو او عامو خلکو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه.
ورپسې د دې ابتدائیه محکمې رئیس مفتي جلال الدین (حقاني) د غونډې ګډونوالو ته تفصیلي وینا وکړه وویل، الحمدلله په افغانستان کې اسلامي شرعي نظام قایم دی، د ټولو افغانانو هیلې په همدې اسلامي نظام پورې تړلې دي او هر هغه څوک چې د شریعت خلاف کړنې ترسره کوي، هغو ته به د شریعت مطابق جزا ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي نظام بقاء د اسلامي احکامو په تطبیق کې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی