د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه وويل، د غونډې موخه داده چې په کارونو کې لا ډېر اصلاحات راشي او د خلکو کارونه په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.
د مرافعه محکمې رئيس قضات خپلو مسؤولیتونو ته متوجې کړل؛ تر څو د تېر په څېر خپلې چارې د اسلامي شریعت، محاکمو د اصولو او د فرمانونو مطابق ترسره کړي.
د غونډې په دوام ګډونوالو خپلې اداري او قضائي غوښتنې د مرافعه محکمې له رئیس سره شريکې کړې او مرافعه محکمې رئیس لخوا ورته لازم هدایات ورکړل شول.

غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

بیا په خبرونو کی