په کندهار ولايت کې نيول شوي نشه‌يي توکي وسوځول شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۶
په کندهار ولايت کې نيول شوي نشه‌يي توکي وسوځول شول

د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې نيول شوي نشه‌يي توکي چې مقدار يې (۸۷۸ ،۱۳۳۳۳) کیلو ګرامو ته رسېده؛ د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې په ۲۶/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
په یادو نشه يي توکو کې تارياک، هيروئین، شيشه، چرس، تابليت کا، د تارياکو دوا، اومان او يو شمېر نور نشه‌يي توکي شامل وو.
په یاد پلاوي کې د ښاري ابتدائیه محکمې، د ولايت مقام، د عامې روغتيا او امربالمعروف ریاستونو او د نشه يي توکو سره د مبارزې مديریت استازو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې یاد نشه‌يي توکي د سپين بولدک ولسوالۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت په ډيپوګانو کې ضبط شوي وو؛ چې د مقدار له معلومولو وروسته د پلاوي په شتون کې وسوځول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی