د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۸۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۲۷
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۸۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې استینافي دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو (له ۱ /۹ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵ /۹ /۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۶۳) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسیې فیصله شوې، (۳۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۴۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسيو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
اختصاصي محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسيه فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی