د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د اونیزو کړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۳:۳۵
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د اونیزو کړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۴مه نېټه د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په مشرۍ د مدیریتونو او آمریتونو د تېرې اوونۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې تقویې په موخه غونډه ترسره شوه.
غونډه کې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو عمومي ریاست رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ سرپرست حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د تأمیناتو عمومي مدیر قاري فرید احمد (همت)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نورمحمد (قتیبه)، د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مولوي عبدالرؤف (عمري)، د محاسبې عمومي مدیر مولوي محمد اسماعیل (ناظم) او ځینو نورو مسؤولینو او منسوبینو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یاد عمومي ریاست رئیس د مدیریتونو او آمریتونو د ښه خدمت کولو ستاینه وکړه همدا راز یې د مسؤوليتونو د لا ښه ادا کولو لپاره مسؤولینو ته تفصیلي خبرې وکړې وویل، د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره لومړی شرط خپل مسؤولیت ته پابندي، د مسؤولینو ترمنځ اتفاق، همکاري او همغږي ده، که غواړئ مسؤولیتونه مو په آسانه او سالمه توګه ترسره کړئ، نو له الله (جل جلاله) څخه توفیق وغواړئ او خپل اتفاق او همغږي وساتئ، تر څو د مسؤولیت په ادا کې ستونزو ته یوازې نه اوسئ. 
یاده غونډه د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي عبدالباري لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی