د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۱:۳۹
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۵۶) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فيصله شوې، (۲۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۸)  دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیې په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۰) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسيې فيصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۳۸) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۵۰) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی