د بلخ محاکمو په درېیو اونيو کې د (۵۹۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۳۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په درېیو اونيو کې له (۲۰/ ۹/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د (۵۹۷) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۳۴۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په درېیو اونيو کې (۳۹۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۹۷) دوسیې فیصله شوې، (۷۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په درېیو اونيو کې (۱۳۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په درېیو اونيو کې (۳۴۱) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.