د پکتيا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۲
د پکتيا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د ياد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه.
 په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې رئيس لومړی له نارینه وو او ښځینه وو بنديانو سره وکتل؛ ورپسې یې د زندان له طعام خونې، کلینیک، چاپیریال او اطاقونو څخه لیدنه وکړه او له زندانیانو یې د دوی د وضعیت په اړه بشپړ معلومات وکړل.
د ليدنې په وروستيو کې محترم مفتي خالد د زندان مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، ترڅو د شته امکاناتو سره سم د زندانیانو موضوعاتو ته رسېدنه وکړي او له هغوی سره د تل په څېر ښه چلند وکړي.
په پای کې د پکتیا زندان رئيس مولوي سهیل (سعید) د مرافعه محکمې عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ چې موږ به تل هڅه کوو د اسلامي او شرعي اصولو په رڼا کې د زندانیانو غوښتنو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړو او دوی ته د ارامې، سالمې او ښې فضاء زمینه برابره کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د جمادی الأولی میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په جریان کې د (۱۰۹) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې استینافي دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۵ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹ /۵ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له (۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۸۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی