د خوست د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د اختصاصې محکمې او حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۶
د خوست د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د اختصاصې محکمې او حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امین الله (منیب) د تحريراتو د آمر په ملتيا د یاد ولایت له اختصاصي محکمې او حقوقو آمریت څخه په ۲۳ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د اختصاصي محکمې او حقوقو آمريت د قضائي او اداري منسوبینو اجراآت وکتل، د چارو د لا ښه سمون او چټکتيا په موخه يې لازمې لارښوونې ورته وکړې او زیاته يې کړه، همغږي مو لا پياوړې کړئ، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ او د محاکمو ټولو اصولو ته بشپړ پابند پاتې شئ.
د لیدنې په پای کې د یادې محکمې او آمریت اړتیاوې واورېدل شوې او مسؤولینو ته یې د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی