د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه
د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل)؛ د یاد ولايت والي محترم مولوي عبدالله (مختار)، د علماوو شورا رئیس شيخ انور حسین او غړو، په ۲۲/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال یاد پلاوي د زندان بېلا بېلې برخې وکتلې، د بندیانو د استوګنې، روغتیايي خدمتونو، امنیتي وضعيت او نورو اړوندو چارو په اړه یې له نږدې ارزونه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د بندیانو قضیو د چټک او عادلانه تعقیب ډاډ څرګند کړ وویل، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د هر بندي حق خوندي ساتل کېږي.
د ليدنې په پای کې ياد پلاوي د زندان د مسؤولینو له هڅو څخه مننه وکړه او د لا ښې همغږۍ او اصلاحاتو په برخه کې یې خپل نظرونه شریک کړل.
دغه لیدنه د بندیانو د حالت ارزونې، د هغوی د حقوقي ستونزو د څېړنې او اصلاح او دغه راز تربیوي بهیر د لا ښه والي په موخه ترسره شوه.
