د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن فایز (فیروزکوهي)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د یاد ولایت له مستوفي، د کرنې او مالدارۍ، عدلیې، کانونو او پټرولیم له رئيسانو، د ښار جوړونې او ښاروالۍ له استازو سره، په ۲۲/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) د ۱۸/۶/۱۴۴۷ نېټې، (۱۶۰۲/۴۱۵۹) ګڼې فرمان د تطبیق په اړه یې معلومات وړاندې کړل وویل، په دغه فرمان کې د ټول افغانستان په کچه د محاکمو لپاره د دفترونو او قاضي صاحبانو لپاره د کورونو د ځمکې ټاکل او د تعمیرونو جوړولو سپارښتنه شوې ده.
همداراز د مرافعه محکمې رئيس دا یو نېک اقدام وباله او وویل چې په دې سره به په راتلونکي کې د محاکمو د تعمیرونو اړوند ډېرې ستونزې حل شي.
په وروستيو کې د غونډې ګډونوالو د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ او لیدنه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
