د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هلمند ولايت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۱۹
د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هلمند ولايت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يو څلور کسيز ټاکل شوي پلاوي چې د شيخ محمد لعل (بند تيموري)، مولوي محمد موسی کليم، مفتي فتح محمد (فاتح) او مولوي عبدالبصیر (سميع) په کې د مسلکي غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۶ مه نېټه د هلمند ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
د قضائي تفتيش یاد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د هلمند ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، په دې ليدنه کې يې د محاکمو د ظرفيت لوړولو او معیاري کولو په اړه خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام ياد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت شمالي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکلې او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د ولسوالیو له مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
یاد پلاوي د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقيقه او هر اړخيزه پلټنه او څارنه وکړه
د جنوب غرب زون د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۶ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۱۱ /۳ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۴۳۲) دوسيو ته پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د دهراود او چهارچينو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټه د اجرائيه مدیر محب الله نظري او د حقوقو آمریت آمر مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۱۹
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ يو پلاوي چې د ولايت مقام مرستیال، د استخباراتو ریاست رئیس، د عدلیې، د امربالمعروف او نهې عن المنکر، امنیه. . .

بیا په خبرونو کی