د اروزګان د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ قضائي او اداري ناسته ترسره شوه
په ۲۱/ ۱۰ /۱۴۴۴ هـ ق نېټه د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د دې محکمې د عمومي رئیس محترم شیخ سخیداد (ابوالتقی) په مشرۍ قضائي او اداري ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د مرافعه محکمې ټولو قضاتو او اداري کارکوونکو، د ښاري ابتدائیه محکمې او د (۶) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قضاتو او محررینو ګډون درلود.
ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ سخیداد(ابوالتقی) د قضاء د ارزښت په تړاو خبرې وکړې وویل، قضاء د ملا د تیر حیثیت لري، که په یو ملک او هیواد کې قضاء برابره وي هغه هیواد به په ټولو چارو کې کامیاب وي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس قضات خپلو دندو ته متوجه کړل او وویل، لکه څرنګه چې د حضرت عمر (رضی الله عنه) په زمانه کې قضاء وه، موږ او تاسو مکلف یو چې هغسې قضاء وکړو، هم به امارت کامیاب وي او هم به موږ او تاسو په ټولو چارو کې کامیاب یو.
محترم شیخ سخیداد(ابوالتقی) زیاته کړه، په قضاء کې باید له قومي تعصباتو څخه ډډه وکړو، لکه د حضرت علي(کرم الله وجهه) په وخت کې چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) او یوه یهودي ترمنځ دعوه وه او قاضي شریح فیصله د یهودي په ګټه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د ښاري ابتدائیه او ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو قضاتو او اداري کارکوونکو ته ټینګار وکړ چې سیرت او صورت د شریعت مطابق برابرکړي، د حاضرۍ پابندي وکړي، پر وخت خپلو دندو ته راشي او بېرته په ټاکلي وخت لاړ شي.
نوموړي زیاته کړه چې د نن ورځې کار سبا ته مه پرېږدئ او په خپلو منځو کې باید اتفاق او اتحاد ولرئ، د یوه او بل په چارو کې هېڅ مداخله مه کوئ؛ قاضي، مفتي او محرر باید خپل کار په همکارۍ ترسره کړئ، په خپل منځ کې اخلاص او مینه ولرئ.
محترم شیخ سخیداد (ابوالتقی) زیاته کړه، که موږ په اخلاص سره خپله دنده ترسره کړو، یو طرف به الله(جل جلاله) اجر راکړي، بل خوا به مو خپله اسلامي او شرعي وجیبه په صحیح توګه سرته رسولې وي.
د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس قاضیانو ته سپارښتنه وکړه چې قضائي اصول په پام کې ونیسي، له مراجعینو سره ښه سلوک وکړي او دوسیو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي.
ناسته په دعا سره پای ته ورسېده.
