د بلخ محاکمو د دوو اونيو په ترڅ کې د (۳۶۶) دوسیو په حل او فصل سربېره (۴۲۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۳:۵۹
د بلخ محاکمو د دوو اونيو په ترڅ کې د (۳۶۶) دوسیو په حل او فصل سربېره (۴۲۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱۴۴۴/۱۲/۲۰ هـ ق نېټې څخه تر  ۱۴۴۵/۱/۳ هـ ق نېټې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د زون نظامي محکمې،  د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو قضائي او حقوقي او وثایقو آمریت اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه  کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (۲۱۷) بېلا بېلې حقوقي(مدني او تجارتي) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې ډلې (۵۳) دوسیې فیصله شوې دي، (۳۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۴۰) دوسیو په اړه قرار  قضائي صادر شوې او نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (۱۴۶) بېلا بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۵۸) دوسیې فیصله شوې دي، (۶۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (۱۵) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی