د تعزيت پيغام!

m_admin
د تعزيت پيغام!

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سترې محکمې د مرکزي تمیز اړوند د نظامي منسوبینو دېوان عضو مفتي مولوي حیات الله (ثابت) پرون ماسپښین د ورپېښې ناروغۍ له امله د مرګ داعي ته لبیک ووایه، انا لله وانا اليه راجعون.
د سترې محکمې محترم مشرتابه او کارکوونکي په دې درانه غم کې ځان د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره شریک بولي، نوموړي ته له الله تعالى څخه د جنة الفردوس، کورنۍ او دوستانو ته يې د صبر جميل غوښتنه کوي.
مرحوم مولوي حیات الله (ثابت) یو متدین او مخلص شخص و، خپله دنده یې په پوره امانتدارۍ ترسره کوله او د خلق الله دوسیو ته د رسېدو برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې.

خبرتیاوي

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۴۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۷۳۳۲) جوړو نظامي یونیفورم د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۵۰۰) پایه مخابرو د تدارکاتو په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۵۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د نصیر سلطان زوی ساختماني او لوژستیکي شرکت سره چې د جواز . . .

Back to announcements