د روزګان د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۳:۴۱
د روزګان د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه


د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقي) په (۲۱/جمادی الثانیه/۱۴۴۵) هـ ق نېټه د ياد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د محبس له مسؤولینو سره وکتل، ورپسې يې د محبس د ټولو بندیانو ستونزې واورېدې، ابوالتقي صاحب ټولو بندیانو ته ډاډ ورکړ چې ستاسې اړوند مواردو ته به د اصولو او شریعت په چوکاټ کې رسېدنه کېږي. 
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئيس د محبس مسؤولینو ته سپارښتنې وکړې او ورته وويل، ټولو بندیانو ته په یوه سترګه ګورئ، ډېر نرم سلوک او چلند ورسره کوئ، د هر بندي خیال ساتئ، کوم بندي چې مریض وي په ټاکلي وخت يې درملنه کوئ. 
د ليدنې په پای کې د محبس مسؤولینو وويل، ستاسو ټولې سپارښتنې منو او د ياد محبس ټولو بندیانو د روزګان ولایت د مرافعه محکمې له رئيس څخه خپل پوره رضايت څرګند کړ چې د دوی موضوعاتو ته پر وخت رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان څلورو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

بیا په خبرونو کی