د روزګان د مرافعه محکمې عمومي رٸيس د يادې محکمې د اسنادو او وثيقو د ثبت له آمريت څخه ليدنه وکړه

په ٦/ ٤/ ١٤٤٥ هـ ق نېټه د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقي) د دغه ولایت د مرافعه محکمې د اسنادو او وثيقو د ثبت له آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اسنادو او وثيقو د ثبت آمريت آمر حافظ محمد نبي (محمدي) او اداري غړو د مرافعه محکمې عمومي رٸيس ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې محترم شیخ سخیداد (ابوالتقي) د اسنادو او وثيقو د ثبت امریت اړوند ټول کتابونه وکتل.
په دې سربېره محترم الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقي) د ياد آمريت مسٶولينو ته د قضائي او اداري مسؤولیتونو په اړه لازمې او مهمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل، په محاکمو کې زيات کار د دې ښکارندويي کوي چې ولس د اسلامي امارت په قاضیانو د عدالت باور لري، په دې خاطر هره وړه او غټه ستونزه تر محکمې را رسوي او له محاکمو يې حل غواړي.
نوموړي زياته کړه، موږ باید خپل ولس ناهیلی نه کړو، تر خپل وسه يې موضوع په چټکتیا، ځیرکتیا او د اسلامي شریعت په رڼا کې حل کړو، د خپل کار یوازینۍ موخه مو د الله (جل جلاله) رضا او د ځورېدلي ولس خدمت وګرځوئ، خپل کار ته په ټاکلي وخت راځٸ او په ټاکلی وخت ځٸ.
ياده ليدنه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.