د زابل ولایت د ښاري محکمې له لوري (۹) متهمینو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۱:۳۹
د زابل ولایت د ښاري محکمې له لوري(۹) متهمینو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ ھـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په دویمه نېټه د زابل ولایت د مرافعه او ښاري محکمې په انګړ کې د یوې ښځې په ګډون (۹) کسانو ته د غلا، نامشروع اړيکو او غير شرعي واده کولو د جرمونو په اساس، د ښاري محکمې رياست د جزا دېوان په حکم تعزیري سزا ورکړل شوه.

ياد تعزيرات په داسې حال کې ترسره شول چې د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ مولوي نقيب الله (اخندزاده) صاحب، د ښاري محکمې رئيس محترم مولوي فضل الرحمن (فضلي)، د مرافعه او ښاري محاکمو  ټولو قضائي او اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر مراجعينو شتون درلود.

غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس محترم شيخ نقيب الله (اخندزاده) صاحب په اسلامي نظام کې مجرمينو ته د تعزيراتو ورکولو پر اهميت او د ټولنې پر اصلاح مفصلې خبرې وکړې.

وروسته په تعزير بالضرب  سره محکوم شويو کسانو ته تعزير ورکړل شو او د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی