د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري؛ د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال لپاره د پامیر غني لوژستیکي او تجارتي شرکت  سره چې د جواز شمېره (۶۳۸۸۶) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په خیرخانه کې موقعیت لري، د (۱۷۵۵۰۰۰) یو میلیون او اووه سوه پنځه پنځوس زره افغانیو په قیمت سره د دغه مقام د برقي سیستم د پیاوړتیا لپاره د (۱۴) قلمه برقي وسایلو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۴۲
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو لکه (وریجې، لوبیا . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۳۸
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۱
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال لپاره د منتظر برادران تجارتي شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۲۱۷۲۹) ده . . .

Back to announcements