د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د سمیر رسول لمیتد شرکت سره چې د جواز شمېره (۳۳۴۵-۰۱۰۱) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د (۳۵۹۲۸۰۰)درې میلیونه، پنځه سوه دوه نوې زره او آته سوه افغانیو په قیمت سره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۰) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۲۶) قلمه پرینټر رنګونو د تدارکاتو . . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي ریاست لپاره د (۲۶) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارکاتو په . . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د سترې محکمې تدارکاتو امریت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د کابل ولایت مرافعه محکمې لپاره د (۱۸) قلمه پرینټر رنګونو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون . . .

Back to announcements