د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري، د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د کابورا لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره يې (۸۴۲۴۸-D) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د (۱۱۵۲۰۰۰) یو میلیون، یو سل او دوه پنځوس زره افغانیو په قیمت سره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۹) قلمه صحافي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي، په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.