د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې  له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د فیضي خوات  لوژسیتکي خدمتونو شرکت  سره چې د جواز  شمېره(۸۱۶۹۵) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت د پنځمې ناحیې د قلعه واحد په کوڅه کې موقعیت لري، د (۱۳۷۱۸۶۴) یو میلیون، درې سوه، یو او یازره او آته سوه څلورشپیته افغانیو په قېمت د (۲۴) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي  په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو  پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په مانا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

 

خبرتیاوي

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د (۱۵) عراده موټرو د تدارک په اړه د سترې محکمې خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د اړوند محاکمو لپاره د (۱۵) عرادې (۳هایلکس او ۱۲فلډر) موټرو د تدارکاتو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک خبرتیا 

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارک خبرتیا 

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون . . .

Back to announcements