د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات فاریاب ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۹:۱۰
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات فاریاب ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظهالله او د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) د یوه قضائي پلاوي په ملتیا ولایتونو ته د سفر په دوام په ۸/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

شیخ صاحب حفظه الله د دغه سفر پر مهال د فاریاب استیناف محکمې ریاست ته له تګ وروسته د دغه ولایت د مقام په تالار کې د مرافعه محکمې له رئیس، محترم والي، محترم مرستیال والي، د محاکمو له قاضي صاحبانو او د یاد ولایت له اوسېدونکي سره وکتل.

محترم شیخ صاحب حفظهالله د دې کتنې پر مهال قاضیانو او د ناستې ګډونوالو ته په خطاب هدایت او توصیه وکړه چې خپلې اړوند چارې دې پر ټاکلي وخت ترسره کوي.

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات حفظهالله وویل، قضات باید د اسلامي شریعت او سترې محکمې د عالي مقام د هدایاتو او اوامرو مطابق د عدالت د تامین برخه کې خپل لوی مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي، هڅه دې وکړي چې د مراجعینو دوسیو ته پر وخت اصولي رسېدنه وکړي او له خلکو سره دې ښه تعامل او غوره اخلاق وکړي، د مراجعینو له ځورولو څخه دې په جدي ډول ځان وساتي.

محترم قضات دې هر وخت هغه اصول، مقررې او متحدالمآلونه چې د سترې محکمې له لارې دوی ته استول کېږي په غور او دقت سره مطالعه او ځان دې پرې پوه کړي، هڅه دې وکړي چې محاکمو ته راجع شوو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي او تر اجراآتو وروسته یې اړوند مراجعو ته ولېږي.

شیخ صاحب حفظه الله زیاته کړه، محترم قضات باید په خپل منځ، او له نورو ادارو سره لازمه همغږي ولري.

د فاریات ولایت د استیناف محکمې رئیس د سترې محکمې له محترم رئیس او قاضي القضات حفظهالله او ورسره مل قضائي پلاوي څخه دغه ولایت ته د سفر په پار مننه وکړه، د عالي مقاماتو د هدایاتو عملي کول یې حتمي او لازمي وبلل.

یاده ناسته د ګډونوالو له خبرو او وړاندیزونو اورېدو وروسته د خیر او فلاح په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۳۱
Background image

په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې درېیو کسانو ته د لواطت په تور؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد کسان پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۲۸
Background image

په پکتیا ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو لخوا د جبري نکاح مخه ونیول شوه

د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ۱۸/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په بدو کې د يوې نجلۍ د ورکولو او جبري نکاح مخنیوی وکړ.
په یاده موضوع کې (۱۲) کاله مخکې یوه نجلۍ چې هغه مهال. . .

بیا په خبرونو کی