د غزني د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د یادې محکمې او ښاري ابتدائیه محکمې له قضائي مسؤولینو سره ناسته ترسره کړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۳:۴۱
د غزني د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د یادې محکمې او ښاري ابتدائیه محکمې له قضائي مسؤولینو سره ناسته ترسره کړه

د دوشنبې په ورځ (۱۹ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د غزني ولایت په مرافعه محکمه کې د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس محترم مولوي محمد مبین (الطاف) تر مشرۍ لاندې د مرافعه محکمې او ښاري محکمې د رئیسانو، مفتیانو او محررینو تر منځ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د مرافعه محکمې سرپرست رئیس د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله توصیې تر قضاتو پورې ورسولې او هغوی ته یې وویل چې پر قضائي چارو کې له خلکو سره ښه سلوک او چلند کوئ .

د مرافعه محکمې سرپرست رئیس زیاته کړه چې د کار د شفافیت په غرض باید خپل ټول تعلقات قطعه کړو او کار ته په خپل رسمي وخت کې حاضر شو.

ورپسې د غونډې د ګډونوالو په استازیتوب د مرافعه محکمې د مدني دېوان رئیس محترم الحاج مولوي صلاح الدین (حقاني) خبرې وکړې وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ټولو لارښوونو اطاعت به کوي.

وروسته د مرافعه محکمې د عامه امنیت عامه دېوان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالصمد (ابو ضیاء) په خپلو خبرو کې د ورته غونډو د دوام غوښتنه وکړه.

دغه راز د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي حبیب الله (حلیم) وویل، که د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله توصیې تحریر او ټولو محاکمو ته تکثیر شي ښه تاثیرات به ولري.

غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی