د غزني د مرافعه محکمې لپاره نوی رئیس معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۰
د غزني د مرافعه محکمې لپاره نوی رئیس معرفي شو

د دوشنبې په ورځ (۳ /۳ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د غزني ولایت د مرافعه محکمې د جدید التقرر رئیس  محترم الحاج مفتي عبدالرحمن (عزیزي) د معرفت غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې لومړی د مرافعه محکمې د مدني دېوان رئیس الحاج مولوي صلاح الدین (حقاني) نوي رئیس ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه.

وروسته د مرافعه محکمې نوي رئیس الحاج مفتي عبدالرحمن (عزیزي) خبرې وکړې وویل، ټول باید په ګډه د دې ځورېدلي ولس ستونزو ته رسېدنه وکړو.

وروسته د غزني ولایت مرستیال والي محترم مولوي رحیم الله (محمود) نوي رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز اصولي همکاریو ډاډ وکړ.

دغه راز د غزني ولایت د مرافعه محکمې مخکني سرپرست رئیس مولوي محمد مبین (الطاف) د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د غزني ولایت ټول محاکم الحمدلله په اطاعت کې ښه مخینه لري او ان شاء الله د هرې ستونزې په حل کې په حتی الوسع خپل کوښښ کوو.

یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی