د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې سيمينار پای ته ورسېد

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۱۶
د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې سيمينار پای ته ورسېد

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د ملک ټولو اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته جوړ شوی سيمینار؛ په ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د یاد ریاست د امام مولوي مزمل لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) د قضاء اهميت، عدالت او انصاف کولو په اړه تفصيلي وینا وکړه.
 محترم شيخ صاحب د قاضي مهمې دندې او مسؤوليتونه، د قضاء څېړنه، د څېړنې اهمیت او مهم شرایط، د قضائي نظام اهمیت او د اسلامي نظام د بقاء اسباب بیان کړل چې مهم په کې د قضاء نظام دی.
 نوموړي وویل، قاضي باید په هر څه کې عدالت وکړي، ترڅو الله تعالی او مخلوق دواړه راضي شي، د قضاء پر مهال باید د الله تعالی وېرہ په نظر کې ونیسي، د الله تعالی له ملامتۍ پرته نور له هېڅ ونه ډار شي او د تهمت له ځایونو باید ځان وساتي.
د سترې محکمې اداري مرستيال په خپلو خبرو کې د سیمینار له ټولو ګډونوالو او د قضائي زده کړو عمومي ریاست له استادانو مننه وکړه.
غونډه د سیمینار ګډونوالو ته تر تصديق‌پاڼو وېشلو او معنوي ډالۍ له ورکړې وروسته د محترم شیخ صاحب جان صاحب لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې یاد روزنیز سيمینار په ۱/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه پيل شوی و او د اختصاصي محاکمو (۸۶) علماوو په کې ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی