د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د مجاهدینو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره تعلیمي او تربیتي مرکز جوړ او فعالیت یې پیل کړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۵۵
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د مجاهدینو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره تعلیمي او تربیتي مرکز جوړ او فعالیت یې پیل کړ

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۷مه نېټه د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست کې د مجاهدینو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره تعلیمي او تربیتي مرکز په ښه او معیاري شکل جوړ او د دغه ریاست اړوند مسؤولینو په حضور کې يې پرانیست غونډه ترسره شوه. 
په یاد تعلیمي او تربیتي مرکز کې اوس مهال لومړۍ دوره (۱۲۰) تنه مجاهدینو ته د یو شمېر خاصو نظامي او مسلکي  زده کړو ترڅنګ امنیتي، د توقیف خونې امنیت تأمینولو، د تالاشۍ اصول، د مراجعینو سره نېک چلند او اسلامي عقیدوي روزنه هم ورکول کېږي او د زده کړو دغه بهیر به هره دوره په دوو میاشتو کې د یاد ریاست اړوند مجاهدینو ته ترسره کېږي.
د یاد تعلیمي او تربیتي مرکز د  پرانیستلو په اړه د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) وویل، دغه تعلیمي او تربیتي مرکز زموږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او زیاته یې کړه چې په دغه روزنیز مرکز کې به په دوامداره توګه د دې ریاست مجاهدینو ته نظامي، فکري او عقیدوي زده کړې ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۲
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه کې د بنديانو پر دوسيو بحث وشو

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې مرستيال او د حقوقو آمر په ګډون نن سه شنبه ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی سخیداد (ابوالتقي)؛ د چورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حقوقو مدیر مفتي عبدالودود په دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ. . .

بیا په خبرونو کی