د میدان وردګ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې لپاره د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۵:۳۷
د میدان وردګ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې لپاره د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

د روان ۱۴۴۵ هـجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په درېیمه نېټه د میدان وردګ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم مولوي موسی کلیم (عاصم) صاحب د یوې ناستې پر مهال د مرافعه محکمې د رئیس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) صاحب لخوا د ښاري ابتدائیه محکمې محترمو قضاتو ته ور معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

د ښاري ابتدائیه محکمې د نوي رئیس ښاغلي مولوي موسی کلیم (عاصم) صاحب د معرفت په موخه جوړه شوې ناسته چې د ښاري ابتدائيه محکمې قضائي او اداري کارکوونکو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) صاحب د ښاري محکمې نوي رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ لومړی د ښاري ابتدائیه محکمې ټول قدرمن قضات په جلا، جلا توګه معرفي کړل.

نوموړي د ښاري محکمې د نوي رئیس په اړه وویل، محترم عاصم صاحب یو دروند شخصیت لرونکی، ښه عالم، مجاهد او ډېر قوي مصنف دی، د اشغال پر وړاندې د جهاد دوره کې یې د نوموړي د سرښندنو پر بیانولو سربېره د ښاري محکمې د مخکني رئیس مفتي عبدالهادي (فیصل) صاحب له خدمتونو څخه هم مننه وکړه.

ورپسې محترم مولوي موسی کلیم (عاصم) صاحب د ښاري ابتدائیه محکمې په مختصر ډول څو موضوعاتو ته په اشاره وویل، الحمدلله چې جهاد مو کړی او دا د جهاد برکت دی چې لوی او بېلا بېل خدمتونه یې راڅخه اخیستي دي، له الله تعالی څخه یې د ښه ترسره کولو د توفیق غوښتونکي یو.

نوموړي ټولو محترمو قضاتو ته د قضاء په برخه کې چی یو دروند مسؤولیت دی سپارښتنه وکړه چې ټول ورسپارل شوي کارونه به د شریعت په رڼا کې ترسره کوي او د دغه مظلوم او ځورېدلي ملت به په پوره امانتدارۍ خدمت کوي.

 

دغه راز د یادې محکمې قدرمنو قضاتو هم ډاډ ورکړ چې د نوي رئیس صاحب سره به په ټولو امورو او په شرعي فیصلو کې همکار وي.

یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.   

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی