د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د ( ۲۴۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره ( ۱۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۴:۲۷
د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د ( ۲۴۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره ( ۱۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له  ۱ / ۲ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر  ۳۰ / ۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې د میدان وردګ ولایت محاکمو ته (۱۲۳ ) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د ( ۱۵۱ ) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۳۹)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۴) دوسیه مکتوبي مسترده شوې، د ( ۱۹ ) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۶) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۱۴۱) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي دي.

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی