د ننګرهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د محاکمو د مسؤولینو اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۹:۴۸
د ننګرهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د محاکمو د مسؤولینو اداري ناسته ترسره شوه

په ۲۸ /۹ /۱۴۴۴  هـ ق نېته د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د محاکمو د اړوند چارو د لابهبود په موخه د یادې محکمې د رئیس محترم مولوي معاذالله (عارف) تر مشرۍ لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

یاده غونډه چې د ننګرهار د استیناف محکمې د دېوانونو رئیسانو، د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو رئیسانو او د تحریراتو رئیس په کې ګډون درلود، د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ معاذالله (عارف) د محکمې او قضاء پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې، ټول مسؤولین یې خپلو دندو ته متوجه کړل او د عارضینو د شکایتو عریضې یې له مربوطه دېوانونو سره مطرح او په اړه يې د مرافعه محکمې د دېوانونو او د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو رئیسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو یادو موضوعاتو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي او د خلکو ستونزې حل شي.

د دېوانونو رئیسانو د یادې موضوع د حل په مورد د ننګرهار مرافعه محکمې رئیس ته ډاډ ورکړ.

غونډه د ننګرهار د مرافعه محکمې د تجارت دېوان د رئیس مفتي شاهدالله (حقاني) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.  

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی